په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان سرپرست حکومت ارګ نن دوشنبه د لړم په ۱۴ مه سهار په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو ستونزو ته د رسيدنې عالي کمېسيون د موقتي مېشتېدنې کمېټې غړو سره وکتل.
د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د موقتي مېشتېدنې کمېټې د نورو غړو په استازیتوب د دې کمېټې د فعاليتونو، لاسته راوړنو او برنامو په اړه د رياست الوزراء اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
هغه زياته کړه: که څه هم له ګاونډیو هیوادونو څخه د هيوادوالو اجباري ستنېدل زيات شوي، خو د يادې کمېټې مسؤلين د کمېسيون د رهبري په لارښوونه او د نورو کمېټو په مرسته توانېدلي د راستنو شويو هيوادوالو د مېشتېدنې موضوع په ښه ډول مدیریت کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي وويل: د ژمي موسم ته په پام دې د کمېټو په ځانګړي ډول د موقتي مېشتېدنې مسؤلين هڅه وکړي،ترڅو زموږ هغه هيوادوال چې له ګاونډیو هیوادونو څخه بېرته ستنېږي له ستونزو سره مخ نشي.
د پیغام پای/
Your Comment